څنگه چې رنگونه مختلف لرو
دغه رنګې زړونه مختلف لرو
خدا کا سره جوړ شو سره وژنو به
مونږه نظرونه مختلف لرو
هېڅ وخت به يو نشو د جهان سره
دوي نه تاريخونه مختلف لرو
دا سر سري جوړه سرته نه رسي
مينځ کې هدفونه مختلف لرو
څرنګ به يو بل سره همغږي شو
يو بل نه فکرونه مختلف لرو
دوي سره زمونږه مينه نه کېږي
مونږ ترې طبيعتونه مختلف لرو
دلته مو ( مفتونه ) لارې بېلې دي
هلته منزلونه مختلف لرو
افغانستان